د روزګان ولایت چارواکي وايي، تر اوسه نه دي توانیدلي چي له وسله والو طالبانو سره پاته ۱۳ تنه تښتول سوي مسافرین وژغوري.
د رزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب تیره شپه رسنیو ته وویل، تېره سې شنبه ۳۰ تنه مسافرین د رزګان – کندهار له لویې لارې وتښتول سول چي ۱۷ تنه یې خوسې سول او پاته نورلاهم له طالبانو سره دي. نایاب وايي، وسله والو طالبان د دغو ۱۳ کسانو ځایونه وخت په وخت بدلوي، خو د هغه په خبره دا کسان ترینکوټ ته نږدې په هغو سیمو کې ساتل کېږي چې وسله وال طالبان پر کنټرول لري.
نایاب وايي، د تښتول سویو خلکو تر منځ هېڅ دولتي کارکوونکی نه دی شامل او ټول عام خلک دي هغه خبره چي ځیني سرچیني یې نه تأییدوي.