د کندهار اوسېدونکو د قوماندو د سیمي او ملا صاحب د سرای په اړه ولایتي شورا ته شکایت وکړ

رپوټ: خالد همت

د کندهار د لسمي حوزې اړوند د قوماندو سیمي خلګ وايي، وروستیو بارانونو زیانونه ورته رسولي دي، ځکه چرۍ نه لري چي د باران اوبه ووزي او تر اوسه د کوم چا له خوا  په دې برخه کي همکاري هم نه ده ور سره سوې.

دوی چي ولایتي شورا ته ئې په دې اړه شکایت کړی وو وایي، کله چي باران وسي، د دوی په کورنو او لارو کي اوبه ډم ولاړي وي، چي له دې سره نه سي کولای دباندي راووځي، او اولادونه ئې هم له درسونو څخه پاتیږي.

دوی له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي، چي د باران د اوبو له پاره چریاني ورته جوړي کړي، تر څو دوی له دغه ستونزو څخه خلاص سي.

د ولایتي شورا رئيس سید جان خاکرېزوال وایي، دوی د لسمي حوزې اړوند د قوماندو سیمي اوسېدونکو د ستونزو د حل له پاره، د ښاروالۍ مسئولین شورا ته راغوښتي وه او دغه ستونزه ئې ورسره شریکه کړې ده، چي هغوی ئې هم د حل ډاډ ورکړی دئ.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضایي وایي، د دغه ستونزي په اړه دوی ته مراجعه نه ده سوې، چي رسیدګي ورته وکړي.

رضایي وایي، د دغه سیمي خلګ دي ښاروالي ته مراجعه وکړي، چي ستونزه ئې حل کړل سي او تر څنګ به په هغه ځای کي انکشافي پروژې هم عملي سي.

د ولایتي شورا رئيس وایي، دوی ته یو شمېر نور خلګ هم عارض سوي وه، چي د ملاصاحب په کور کي د شپې له خوا انداختونو ډیري ستونزي ورته پيښي کړي او د شپې له خوا د لویو ټکانو څخه خوب نه سي کولای.

د شورا رئيس وایي دغه ستونزه به له اړوند مسئولینو سره شریکه کړي، تر څو د حل له پاره ئې اقدام وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...