رپوټ: محمد یار مجروح
د کندهار د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، د دغه ولایت له پاره یې لا له وړاندي پوره امنیتي تدابیر نیولي، چي په خبره یې د ښار او ولسوالۍ اوسېدونکي کولای سي په ډاډه زړه دا اختر ولمانځي.
د ده په خبره د کندهار له پاره يې د ټولو امنیتي ارګانونو سره په ګډه امنیتي پلان جوړ کړی او د ښار په ټولو سیمو کي يې لا له وړاندي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
دی ښاریانو ته ډاډ ورکوي چي د لوی اختر ورځي په ډاډه زړه ولمانځي.
د امنیت آمر رحمت الله اطرافي همدارنګه زیاتوي، چي د اختر تر څنګ د افغانستان د سلمي کلیزي د لمانځلو له پاره يې هم پوره امینتي تدابیر نیولي دي.
ویل کیږي د اسد ۲۸ یا د افغانستان د آزادۍ سلمه کلیزه به په ټول هیواد کي په خورا شاندارو مراسمو ولمانځل سي، چي امنیتي تدابیر لا له وړاندي ورته نیول سوي دي.
د کندهار اوسېدونکي وروستیو امنیتي پيښو اندېښمن کړي او له مسئولینو څخه دامنیت په برخه کي د جدي اقدام غوښتنه کوي.
خو تر دې وړاندی د کندهار ولایتي مسئولینو ویلي وه، چي د امنیت د لا ښه کنټرول له پاره یې د ګډو ځواکونو پر ښاري ګارنېزون کار پيل کړي دئ.