خبريال: محمد شريف (شريفي)
د پکتيا په پروني بريد کي د امنيه قومندان په ګډون لسګونه نظامي او ملکي وګړي وژل سوي او تپيان سوي او درانه مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
په ټپيانو او وژل سوو کسانو کي ډېر ملکي وګړي دي، چي د تذکرو او پاسپورټونو لپاره ورغلي وو. تېره ورځ شاوخوا نهه بجې د پکتيا پر امنيه قومنداني لومړی دوه غبرګي چاودني وسوې او له هغه وروسته يوه ډله وسله وال امنيې قومندانۍ ته دننه سول او د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت سول او له شاوخوا څلور ساعته جګړې وروسته د اوو بريدګرو په وژل کېدو دغه بريد پای ته ورسېد.
د ملکي روغتون سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چي په دې بريد کي ۱۶۵ کسان ټپيان او ۴۱ نور ملکيان او نظاميان هم وژل سوي دي او په وژل سوو کسانو کي د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال توريالی عبدياني هم شامل دی.
د پکتيا پوهنتون د انجونو ليله هم امنيه قومندانۍ ته مخامخ ده، چي د ښيښو ماتېدو له امله شاوخوا ۱۵ ښځينه محصليني هم ټپياني سوي دي. پکتيا کي د ځانګړو ځواکونو قومندان مخلص وايي، يوې اووه کسيزي وسله والي ډلي په دې بريد کي برخه درلوده، چي ټول يې له منځه تللي دي.
ددې بريد په پايله کي ملکي وګړو ته هم په زيات شمېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. شاوخوا څلور مياشتي وړاندي هم د پکتيا امنيې قومندانۍ او ځانګړو ځواکونو پر قومندانۍ ډله ييز بريدونه سوي وه، چي لسګونه تنه پکي مړه او ټپيان سوي وه.