خبريال: محمد يار مجروح
د کندهار د ولايتي شورا مسوولين د ولايتي ادارې په ګډون د پنجوايي ولسوالۍ د عمومي وضيعت څيړلو په موخه ددغي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وکتل.
د پنجوايي ولسوالۍ خلګو ولايتي شورا ته شکايت وکړ، چي د پوهني رياست ورسره د مور او ميرې چلند کوي. کندهار ولايتي ادارې او ولايتي شورا د پنجوايي اوسېدونکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ. د کندهار ولايتي شورا او د ولايتي ادارې مسوولين د پنجوايي ولسوالۍ د عمومي وضيعت څيړلو په موخه يادي ولسوالۍ ته ولاړل او د خلګو ستونزي يې واوريدې.
د پنجوايي ولسوالۍ شپږ کاله وړاندي د کندهار له ناامنه ولسواليو څخه شمېرل کېده، چي اوس يې امنيت نسبتا ښه سوی او خلک يې د رغنيزو پروژو غوښتونکي دي. د يادي ولسوالۍ د پوهني په برخه کي مسوولين وايي، چي د کندهار پوهني رياست ورسره د مور اوميرې چلند کوي او د ولسوالۍ درسي بهير ته خاصه پاملرنه نه کوي.
يو شمېر زده کوونکي وايي، له ډيره وخته د کتابونو له نشتون سره مخ دي، زده کوونکي همدا ډول وايي، د ژمي پر مهال د پوهني رياست ورته پر وخت د سون توکي نه رسوي.
د پنجوايي ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، له امنيت راوستلو وړاندي ورسره دولت د همکاريو وعدې ورکړې، خو کله چي په ياده ولسوالۍ کي امنيت راغلی رغنيز کارونه ډېر کم سوي دي. پر همدې مهال په د کندهار ولايت په ټولنيزو چارو کي د والي مرستيال حاجي اغالالي دستګيري د خلګو ستونزي پرځای وبللې او هغوی ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
بل خوا د کندهار د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکريزوال وايي، د پنجوايي ولسوالي اوسېدونکو له دولت سره د امنيت په راوستلو کي ډيره همکاري کړې ده. سيدجان خاکريزوال وايي، دولت بايد دوی رغنيزي پروژې عملي کړي او ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره کړي.
د کندهار د پوهني مسوولين وايي، سږ کال يې دښآر په شمول د ولسواليو ۱۵۰ زره زده کوونکو ته قرطاسيه رسولې او د ښوونځيو ډيري ستونزي يې حل کړي دي. خو د پنجوايي ولسوالۍ د پوهني مسوولين وايي، د رياست لخوا وعدې ورکول سوي او وايي، دوی ته هيڅ هم نه دي رسېدلي.