رپوټ : عبدالفريد عليزی
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون ته د درملوګ کمپنۍ له خوا د معتبرو رایو د کره شميرې له ورکړي وروسته، اوس دا کميسیون په ولایتونو کي د رایو بیا شميرنه پیلوي. د دې کميسیون یوه غړې رحيمه ظریفي وايي چي په ۳۴ ولایتونو کي به د رایو بیا شميرنه او تر څنګ به یې د تفتیش بهیر د دوشنبې په ورځ په عملي ډول پیل سي هغې ويلی: “نن ولایتونو ته زموږ د کار کوونکو سفر پیليږي او سبا په ولایتونو کي د رايي شميرني بهیر د ټاکنیزو شکایتونو کميسیون سره په مشوره، هغه محلونه او مرکزونه چي بیا شميرني او تفتیش ته یې اړتیا ده، باید دا پروسه پرعملي سي.”
د ټاکنو خپلواک کميسیون ته پرون درملوګ کمپنۍ یو میلیون، اته سوه او ۴۳ زره بایومټریک رايي په نښه کړي چي مهمي دي او همدا ډول په دې شميرو کي ۸۶ زره نوري بې باوره رايي ګڼل سوي دي. اوس کميسیون وايي، د هغو رایه ورکوونکو په اړه د وروستیو معلوماتو په راټولولو بوخت دي چي د درملوګ شرکت له خوا دوی ته په ورکړل سوي راپور کي په نښه سوي دي او د دې جمع بندیو وروستۍ پايلي به تر درو نورو ورځو پوري له خلکو سره شريکي کړي.
بل لور ته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د دوی له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ۱۸۰۰ محلونو اسناد ورسپارل سوي چي رايي یې باید له سره وشميرل سي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو ولایتونو کي د تفتیش او بیا شميرني د بهیر د بشپړولو لپاره درې ورځي په پام کي نیولي دی خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي “که چيري وضعیت سم مدیریت نه سي، د هوا د خرابوالي، د سفرونو ځنډ او که يې تر څنګ د بيرته راتګ په برخه کي پلمې ولټول سي، بیا به کميسیون و نه سي کولای د عقرب پر ۲۳مه لومړنۍ پايلي اعلان کړي.”
نوموړی وايي د ټاکنو خپلواک کميسیون دوه ځله د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی او طرزالعمل یې مات کړی دی اما د کمیسیون تر ټولو ورستۍ ژمنه دا ده چي، لومړنۍ پايلي به د عقرب پر ۲۳مه نيټه اعلان کړي.