د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستيال د دې جرګې رئيس تورن کړ چي لويې څارنوالۍ ته يې د يوه مکتوب په لېږلو سره په دې جرګه کي د فساد د څېړلو مخه نيولې ده.
همايون همايون وايي، د دې جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي لويې څارنوالۍ ته په استول سوي مکتوب ليکلي چي دده مخکيني مکتوب اعتبار نه لري. ابراهيمي هم لويې څارنوالۍ ته د ده له خوا د مکتوب استول نه ردوي، خو وايي، ښاغلي همايون دغه اقدام د ولسي جرګې له رئيسه هيئت سره په هماهنګۍ نه دي کړي.
د ولسي جرګې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه اختلافات داسې مهال راپورته کيږي چي د دې جرګې يو شمېرغړيو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې له عبدالروف ابراهيمي وغوښتل چي په دې جرګه کي د فساد له امله دې استعفا وکړي.