رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار ولايت مقام کي د خبريالانو د خونديتوب مياشتنی غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې خبريالانو د ځينو دولتي ادارو څخه شکايت وکړ، چي دوی ته د معلوماتو په ورکړه کي پاته راغلي دي.
د خبريالانو بنسټونه وايي، ګمرک، د کانونو او صنايعو ریاست، د ترافيکو مديریت، ښاروالي، قومنداني او نور هغه ادارې دي، چي خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي، چي خبریالان يې له ستونزه سره مخ کړي دي.
دوی وايي، معلومات ته د لاس رسي د قانون پر اساس ټولي دولتي او غيری دولتي ادارې باید خبريالانو ته غيري محرم اسناد او معلومات په واک کي ورکړي.
خو د دولتي ادارو مسولين وايي، د مرکز څخه د ځينو راستول سوو مکتوبونو پر اساس يې نه سوای کولای چي له رسنيو سره معلومات شریک کړي.
دوی وايي، له دې وروسته حاضر دي، چي تر خپله وسه خبریالانو ته معلومات په واک کي ورکړي.
خو د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، له دې وروسته په ولايتي سطحه ټولي دولتي ادارې مکلفيت لري، چي د رسنيو سره معلومات شريک کړي.
هغه وايي، ، معلوماتو ته لاس رسی قانون دئ او له قانون څخه لوړ څوک نسته، نو بايد ټولي ادارې خبريالانو ته هغه معلومات په واک کي ورکړي، چي پټ او محرم نه وي.
منيب وايي، که له دې وروسته کومي ادارې خبریالانو ته معلومات ور نه کړه، دوی مجبور دي، چي د ولسمشر د دوهم مرستيال او اړوند وزارت سره موضوع شریکه کړي.
په کندهار کي دېر وخت خبريالان معلوماتو ته د نه لاس رسي څخه شکايت کوي.
دوی وايي، چي په ادارو کي ځيني عادي معلومات د دوی سره نه شریکيږي او يا هم ډېر ځنډيږي، چي بیا دوی مجبور کيږي، چي د سرچينو څخه معلومات تر لاس کړي، چي هغه ډېر وخت نیمګړي وي.