روغ ژوند/ د مهال ويش مطابق ورځ تيرول د روزمره سر دردۍ مخه نيسي!

لیکنه:   نور احمد ناصري

زموږ په ستونزمنه ټولنه کي سردردي يو عام مرض دی او ډيری خلک شکايت ورڅخه کوي ، خصوصاً د ښارخلک چي په ډيره ګڼه ګوڼه کي ژوند کوي ، غالمغال زيات دی نو ممکن په اوونۍ کي څو ورځي يا هره ورځ  سردردي ورته پيدا سي.که زه خپل د ژوند په اړه ووايم ، ورځنی کارمي ډير دی او زيات وختونه د ورځي په جريان کي د داسي صحنو سره مخ کيږم چي پرسر مي را درد کوي او سردردي داسي مشکل دی چي ممکن د ورځني کارونو د پاته کيدو سبب سي.

موږ په خپل ورځني ژوندکي ځانګړی تقسيم اوقات يا مهالويش نه لرو چي خپله ورځ د هغه مطابق تيره کړو، دا به منو او دا واضح خبره ده چي بې پلان کاره مشکل جوړوي.

زه نن ستاسو درنو لوستونکو او ټولو وروڼو او خويندو سره  د سهارڅخه تر ماښامه  پوري يوفوق العاده ورځنی مهالويش شريکوم او دا هم  په تجربه سره درته وايم چي که عملي سي نه يوازي دا چي د سردرد به موکم سي بلکي ورځنۍ چاري به مو په ډيري اسانۍ سره پر مخ ولاړي سي.

زموږ ستاسو شکر اسلامي ټولنه ده اوسهار  وختي لمانځه ته راکښېنو ، په طبابت  کي داسي سپارښتنه سوې چي يو دم د خوبه مه کښينئ يو وار ځان هوسا کړئ څولحظې په خپل ځای کي  فزيکي حرکات وکړئ ځکه سمدستي د خوب ويښېدل هم د سردردۍ سبب کيږي ، تر اودس او لمونځ کولو وروسته تلاوت اوتر هغه وروسته د يوه ساعت لپاره بايد ورزش وسي ځکه ورزش د انسان د سلامتيا تضمين کوي.

د سهار چای بايد پر وخت وخوړل سي يعني د سهار ۷ بجې  ښه وخت دی چي چای وخوړل سي او په طبابت کي داسي ويل سوي چي د ورځي په پيل کي که چيري دچايو سره لږ اندازه قهوه هم وخوړل سي نو دا به ټوله ورځ  ستاسو دماغ هوسا وساتي.

کاروبار ته د تګ پر مهال که په موټر کي ياست خپل ځان ته سم وضعيت ورکړئ ځکه غلطه ناسته به مو د بدن يا سر په درد اخته کړي ، اوکه په پښو  یا بائيسکل  باندي ولاړ سئ نور به  مو هم صحت ته ګټه رسولې وي.

د کار په منځ کي وقفې ته ډيره اړتيا ده ځکه  تر دوه ساعته دوامداره کار وروسته انسان ډير خسته کيږي نو اړتيا لري چي تفريح وکړي او يو څه وخوري هغه که ساده اوبه وي، که چای او که قهوه.

د ورځي ۱۲ نيمي بجې د ډوډۍ خوړولو تر ټولو ښه وخت دی، چي ډوډۍ مو نوش جان کړل وروسته د ماپښين د لمانځه وخت دی، تر لمانځه وروسته که څوک وخت ولري د نيم ساعت لپاره ارام ښه خبره ده خو که چيري وظيفه وي نو خپلي وظيفې ته دي په عادي ډول ادامه ورکړي.

ماپښين ۳ بجې يو وار بيا يو ګلاس چای  يا قهوه  مو اعصاب اراموي ځکه په دې وخت کي د انسان انرژي ډيره مصرف سوې وي د ويني فشار لوړ وي او که مو غرمه استراحت نه وي کړی نو په خپله چوکۍ کي څو واري ژور نفس وکاږۍ او څو لحظې ارام کښينئ دا به مواعصاب نور هم نورماله کړي.

د هرکار تر رخصتۍ وروسته کور ته د تګ پر مهال د خپلو کوچنيانو يا فاميل او شپې لپاره فکر کول چي څه بايد وکړم! خپل وجود بايد د فاميل د غړو سره د خبرو کولو لپاره عيار کړی او د شپې لپاره تياری ونيسئ  د مازيګر  او ماښام تر لمانځه پوري د کورنۍ سره اوسيدل او وروسته ماښامي مهال بيا هم که زمينه برابره وي ورزش کول چي د شپې د خوب لپاره تاسو اماده کوي او د ماخستن  تر ډوډۍ خوړولو  او لمانځه وروسته د نيم  يا يوه ساعت لپاره مطالعه کول هغه که کتاب وي ، که انټرنټ وي او يا له بلي لاري وي خو مطالعه ستاسو ذهن اراموي او د بې ځايه وسوسو څخه موساتي  تر مطالعې وروسته ارام خوب او د راتلونکي سبا په اړه فکر کول ډير حتمي دی

دا پورتنی مهالويش کيداسي ځينو کسانو ته مشکل وي يعني د کار وختونه يې فرق ولري خو که انسان وغواړي د خپلي خوښي مطابق خپله ځان ته مهال ويش جوړولا ی سي او ترڅنګ يې کولای سي د خپلي کورنۍ د هوسا ژوندانه لپاره هم يو ښه مهالويش جوړ کړي ترڅو يې ورځنی ژوند ارام او د دايمي سردردۍ څخه خلاص وي.

يوازينی هدف مي دا دی چي موږ تاسي بايد د مهالويش مطابق د کار کولو طريقه عامه کړو او بل د پلان مطابق بايد خپل ورځنی ژوند مخته يوسو.

 

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...