راپور: غلام فاروق رسولي
دغه ټولنه وايي، د تیر میلادي کال په پرتله د ۲۰۱۸ کال لومړیو درو میاشتو کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي کچه شپږ سلنه لوړه سوې.
د دې ټولني غړي په هرات کي د ملکي خلکو د وژنو درېدو او قانون ته پرملکي وژنو د تورنو کسانو د سپارلو غوښتنه کوي.
د ملکي وګړو د خوندیتو او عدالت غوښتني ډله په افغانسان کي د ملکي وژنو پرډیریدو او قانون ته پرملکي وژنو د تورنو کسانو د سپارلو غوښتنه کو .
دغه ډله وايي، د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کي د تیر کال د همدې میاشتو په پرتله د ملکي وګړو په وژنه کي شپږ سلنه ډیروالی راغلی .
د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتوکي ۲۲۵۸ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې چي ۷۶۳ تنه وژل سوي او ۱۳۹۵ نور ټپیان سوي.
دوي د کابل وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کي يې دولت په بې پروايۍ تورن کړ.
دوی پرنړیوالو بشري سازمانونو او ملګروملتونو ږغ کوي چي په افغانستان کي پرملکي وژنو تورن کسان د قانون منګلو ته راکش کړي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په افغانستان کي د روانې جګړې ډېر قربانيان په داسي حال کي ملکي وګړي دي چي له اسلامي او انساني پلوه هېڅوک د بې ګناه او ملکي خلکو د وژني او ځوروني حق نه لري.