په ننګرهار کي د سولي او حق غوښتني خېمه ټوله سوه

راپور: میلاد حمیدي

پرلت وال خپلي غوښتني د یو پریکړه لیک په واسطه افغان حکومت، طالبان او نړیوالي ټولني ته وړاندي کړه، په لغمان کي بیا د سولي او حق غوښتني پرلت وال وایي، چي د یو کمیسون تر ټاکلو ورسته مخامخ خبرې له طالبانو سره پیل کړي دي.

په دې خیمه کي د دې ځوانانو تر څنګ هر ورځ هغه، سپین ږیري، ماشومان او کنډي کډون کول چي شاوخوا ۴۰ کاله جنګ جګړو ځپلي وه ،دوي د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتنه چې د اوربند پر میکانیزم کار وکړي او جنګ د نور بس کړي.
په لغمان کي بیا د سولي او حق غوښتني د خیمې ګډونوال وايي، چي دوی له طالبانو سره مخامخ خبري کړي او له طالبانو هم غوښتني چي د جګړې پر ځای دي سوله وکړي خو د دوی په خبره طالبان بیا هم خپل هغه دوه شرطونه وړاندي کړي چي د هلمند او نورو ولایتو پرلت والو ته وړاندي کړی وه، هغه شرطونه چي لا  افغان حکومت یې پر وړاندي بې جوابه پاته سوی.

د سولي او حق غوښتني دغه ډله بیا په پای کي یو پریکړه لیک هم صادر کړ چي له مخي به یې افغان حکومت او د جګړې ټولي ښکیلي غاړي ته پکښې اعلان سوی چي اوربند د وکړي او د سولې پر میکانیزم کار وکړي.

د دې تر څنګ ننګرهار کي د کامې بریښنا کوټ جوړول، په لغمان او نورستان کي د منځنیو طبي زدکړو لپاره دولتي انسټیټوټ او په کنړ کي د حجارۍ او نجارې ستره فابریکه جوړول د دوی غوښتني وې.
د یادولو وړ ده چي د ختیځو ولایتو سربیره د هیواد په نورو ولایتو کي هم د سولي او حق غوښتنې خیمې درول سوي چي د ګډون والو په خبره یې  په هیواد کې نیابتي جګړې ته پای ته رسیدو په خاطر هڅي کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...