د فراه ولايتي شورا: فراه ښار د سخت امنيتي تهديد سره مخ دی

د فراه اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي خبرداری ورکوي، چي که دغه ولايت ته کومکي ځواک ونه رسيږي، ددې ولايت مرکز به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د فراه د ولايتي شورا غړو  تايد کړه، چي وسله وال طالبان، چي د ايران له پراخ ملاتړه برخمن دي، د فراه ولايت د مرکز دروازو ته نژدې شوي دي. د فراه د ولايتي شورا رئيس وويل، طالبان د ښار په څو کيلومترۍ کي دي او که ژر کومکي ځواک دې ولايت ته ونه رسيږي، ممکن د ولايت مرکز ونيسي.

د فراه  والي هم ايران د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی. ويل کېږي، چي ايران له يوې خوا په افغانستان کي د بندونو د مخنيوي لپاره او له بلي خوا د خپل اتومي پروګرام پر سر د امريکا د فشارونو له کبله د متقابل فشار په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي.

د فراه د ولايتي شورا غړي وايي، طالبانو ته تازه وسلې په لاس ورغلي دي، چي په هغو کي پرمختللي راکټونه او د شپې له لوري کارېدونکي دوربينونه هم شامل دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...