راپور: محمد یار مجروح
د کندهار د عامي روغتیا مسٔوولین وايي، په میرویس روغتون کي هیڅ داسي ستونزه نسته چي ناروغان دي ورسره مخ سي او د هغه کسانو مخه يې هم نیولې چي د پيسو په بدل کي يې د ناروغانو درملنه کول.
مسٔوولین داخبري پر داسي مهال کوي چي ډیر ځله د میرویس روغتون د نسايي او ولادي څانګي ناروغان د کارکوونکو له ناوړه چلند څخه په شکایت دي.
د کندهار میرویس روغتون ته اکثره وخت ښځينه مراجعه کوونکي داسي شکایتونه کوي چي په روغتونونو کي د اړوند مسٔوولین له لوري ورسره ناوړه چلند کیږي او تداوي يې په سمه توګه نه کیږي.
د کندهار میرویس روغتون چي د سهیل لویدیځ زون په سطحه خدمات تر سره کوي، ځیني وخت یې ښځينه مراجعین شکایتونه کوي چي د یاد روغتون په نسايي ولادي څانګه کي د ښځينه ناروغانو سره ناوړه چلند کیږي او د ولادت پر مهال له ناروغانو څخه کارمندان پيسې هم اخلي.
د عامي روغتیا مسٔوولین د ناروغانو دا ډول ادعاوي بې بنسټه بولي او وايي، په ټولو دولتي روغتونونو کي د تل په څیر د ناروغانو تداوي کیږي او هیڅ داسي کوم څه نسته چي کارمند دي د ناروغ سره ناوړه چلند وکړي او یادي هم د تداوۍ په بدل کي پيسې واخلي.
د کندهار د عامی روغتیا ریئس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، په تیرو درو میاشتو کي يې دوې ښځینه کارکوونکي د ناروغانو سره د ناوړه چلند له امله له وظیفې ایسته کړي دي.
د عامي روغتیا ریٔس د میرویس روغتون د پوره پرسونل او د پوره ځای د نشتون ستونزي مني، خو زیاتوي ډیر ژر به د کندهار په عینو مینه کي ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیستل سي چي ورسره به ستونزي راکمي سي.
دی وايي، د عادي ولادتونو لپار په ولسوالیو او د ښار په ټولو برخو کي کلینیکونه جوړ سوي او ولادي ناروغان باید لومړی هلته مراجعه وکړي.
که څه هم د روغتیا مسٔوولین د ستونزو پړه پر ناروغانو ور اړوي خو ډيری وخت ناروغان په کندهار کي د دولتي روغتیايي مرکزونو څخه شکایت کوي.
ومو غوښتل چي خپله د میرویس روغتون له ناروغانو سره هم په دې اړه خبري وکړو او د هغوی حال واخلو، خو د عامي روغتیا ریاست میرویس روغتون ته د تګ او له ناروغانو سره د خبرو اجازه خبریالانو ته نه ورکوي.