د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال انجنير عبدالباقي بنا وایي، د کندهار سوداګرو سږ کال په يوه ربع کي يوازي ۱۱۶۲ ټنه مېوه بهر ته صادره کړې ده، چي پروسږ کال په دغه وخت کي ۱۹۹۰۰۰ ټنه صادره سوې وه.
هغه وايي، سږکال د کندهار تجارانو د لاري د بندېدو له امله ميليونونه افغانۍ تاوان کړی دئ او که لاره دايمي خلاصه نه سي هم به تجارانو او هم به کروندګرو ته زيات زيانونه ورسيږي.
بِنا وايي، د پاکستان او افغانستان حکومتونه دي تجارت تر سياست نه قرباني کوي.
تجاران هم وایي، د لاري د بندېدو له امله د کرښي دواړو غاړو ته زياتي مېوې خرابي سوي دي، چي دوی ته یې ډېر تاوانونه رسولي دي.
دوی وايي، یو شمېر تجارانو په لکهاوو افغانۍ تاوان کړی، چي اوس یې د جبران توان نه لري.
دوی غوښتنه کوي، چي لاره دي دايمي د صادارتو او وارداتو له پاره خلاصه سي، ځکه نور یې د بندېدو توان نه لري.
د کندهار د سوداګرۍ خوني مسولین وايي، سږ کال د کندهار ميوې ښې دي، نو که لاره دايمي خلاصه سي دوی کولای سي، چي د پاکستان تر څنګ نورو هيوادونو ته هم زيات شمېر مېوې صادر کړي.
د يادولو وړ ده، چي نن دوشنبه د سپین بولدک او چمن لاره د صادراتو له پاره خلاصه سوه.