د سولي خبرو نهم پړاو پایته رسېدلی

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد او په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د سولي خبرو اوسنى پړاو پايته ورسېدی او زلمى خليلزاد به نن د مشورې له پاره کابل ته راسي.

د طالبانو او امريکا د استازو تر منځ د سولي نهم پړاو خبري د وږي په لومړۍ نېټه په قطر کي پيل سوي دي.

خبري د شپې ناوخته په برياليتوب سره پايته ورسېدې او له امريکايي لوري سره به ځيني تخنيکي خبري هم نن بشپړي کړي. 

ټاکل سوې وه چي د سولي خبرو دغه پړاو دوې ورځي وخت واخلي، خو داسي ونه سول او دغه پړاو څو ورځو ته وغځېدئ.

د افغانستان دسولي له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه کي ليکلي، په قطر کي یې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاى ته ورساوه او نن به وروسته د سلا مشورو له پاره کابل ته سفر وکړي.

 د راپورونو له مخي، کېداى سي نن د افغانستان د سولي له پاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد کابل ته راسي او د سولي هوکړه ليک په اړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...