د بښني نړیوال سازمان یا (امنیسټي انټرنېشنل) له پاکستانه وغوښتل چي د دې هيواد د اقلیت پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل بند کړي.
د بښني د نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا د څانګي مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده وغوښتل، چي د پښتون ژغورني غورځنګ یا PTM په وړاندي ځپونکي اقدامات باید بند کړي.
هغه ویلي چي د دې غورځنګ ټول توقیف سوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشي سي.
امنیسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه داسي مهال کوي چي داسي ښکاري چي روانه اوونۍ د پښتون ژغورني غورځنګ پرضد ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو سره لا سخت سوی دئ.
د روان کال له پیل راهیسي د دې غورځنګ په لسګونو فعالان نیول سوي دي.
په شا و خوا شلو نیول سوو کي د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر هم شامل دي، چي دواړه له تروريزمه نیولې تر بلواوو او نارامیو ته په لمن وهلو تورن سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون