د بې پولي راپور ورکوونکو سازمان ” آرایس ایف” وایي، چي افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره ګواښوونکی هېواد دی

افغانستان د ۲۰۱۸ کال د مطبوعاتي ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کي دوه درجې پرمختګ کړی دی.

خو له دې سره سره ویل سوي، چي افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره له مرګونو ګواښونو ډک هېواد دی.

آر ایس ایف دغه راز ویلي، چي د افغانستان خراب امنیتي وضعیت ته په کتو، افغان خبریالان د خپلو حقونو او خپلواکۍ په برخو کي د ثابت قدمۍ له امله د ستایلو وړ دی.

آر ایس ایف د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د افغان خبریالانو د خوندیتوب په موخه ګډ کمیسیون ته په اشارې ویلي، چي یاد کمیسیون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه تر یوه بریده را کمه کړې او په دې برخه کي یې د یاد کمیسیون هڅې د ستایلو وړ بللې دي.

آر ایس ایف، دا راپور په داسې حال کې خپروي چې همدا نن ورځ په کندهار کې یو ځای خبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومو وسله والو لخوا وژل سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...