د اوومي ناحیې اوسېدونکي: ځیني کسان قبرونه هواروي او کورونه پر جوړوي

رپوټ: مهتمم صالح

د شنبې په ورځ د کندهار د اوومي ناحیې اوسېدونکو د کندهارـ هرات لويه لار د ترافيکو پر مخ د څو ساعتونو له پاره تړلې وه.

دوی ادعا کوي، چي په دغه ناحيه کي ځيني کسان يوه هديره، چي د دوی مړي پکښي ښخ دي هواروي او کورونه پکښي جوړوي، چي کندهار ښاروالي يې مخه نه نيسي.

دوی وايي، دغه هديره د کلونو راهیسي دلته موقعیت لري او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چي دلته کورونه جوړ کړي.

دوی زياتوي که يې ږغ وا نه ورېدل سي، په لويو لاريونونو به لاس پوري کړي.

بل خوا د کندهار ښاروالۍ وياند زمری څرګند وايي، د کورونو جوړوونکی کس رسمي اسناد لري، چي دغه مځکه يې ملکيت دئ.

هغه وايي، د کورونو جوړوونکي په ۱۳۸۲ لمريز کال کي د ښاروالۍ څخه د ياد ملکيت اسناد تر لاسه کړي.

د څرکند په خبره، لاریون کوونکي دي، د حج او اوقافو رياست څخه د دغه هديرې اسناد تر لاسه کړي تر څو د هديرې مځکه د دوی مکليت وګرځي.

په کندهار کي ډېر وخت خلک شکايت کوي، چي زورواکي په دغه ولایت کي دولتي او غير دولتي مځکي غصبوي او په جعلي قبالو يې خرڅوي.

د اوسنۍ مځکي چي خلک یې د هدیرې ملکیت بولي تر اوسه معلومات نستهؤ چي ښاروالۍ پر کوم اساس شاوخوا ۱۶ کاله دمخه اسناد ورکړي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...