د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې نوې ستراتيژي نن تصويبيږي

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې نوې ستراتېژي به نن دوشنبه تصويب سي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران به نن په لوکزامبورګ کي غونډه وکړي او د نورو مسايلو ترڅنګ به د افغانستان لپاره پر خپلي ستراتېژۍ هم وږغيږي. د اروپايي اتحاديې د شورا په مسوده کي ويل سوي، چي د افغانستان لپاره د هغوی په نوې ستراتېژۍ کي پنځه اساسي ټکي په پام کي نيول سوي دي.

سوله او ثبات، سيمه ‌ييز امنيت، ډيموکراسي، د قانون حاکميت او بشري حقونه، د اقتصادي او بشري پراختيا پروګرامونه، کډوالي او د افغانو ښځو ملاتړ هغه اساسي ټکي دي، چي اروپايي اتحاديې په خپله نوې ستراتېژۍ کي تمرکز ورباندي کړی دی. دغي اتحاديې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د خپل تعهد پر دوام هم ټينګار کړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...