د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي د ۲۰ کلنو ترمنځ په اسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون ماښام د هانکانګ سره و کړه او ۶ پر ۱ ئې ځیني وګټل.
په دې لوبه کي د افغان لوبډلي له پاره دوه ګولونه حسین موسوي ولګول او پاته څلور بیا مجتبی محمدي، صادق ظاهري، علي عر زاده او داوود یوسفي ولګول.
په دې سیالیو کي افغانستان خپله دوهمه او د ګروپ وروستۍ لوبه نن یکشنبه ماښام ۷:۳۰ بجې د کوربه ایران سره کوي.
افغان لوبډله په پرونۍ بریا سره وتوانېده، چي دوهم پړاو ته لاره پيدا کړي، خو نننۍ لوبه که مساوي هم کړي په ګروپ کي اول مقام لري.
د ۲۰ کلنو ترمنځ د فوټسال دا اسیايي سیالۍ د ۱۲ هیوادونو ترمنځ په ایران کي رواني دي او دا لومړی ځل دئ، چي افغان ۲۰ کلني فوټسال لوبډلي دې سیالیو ته وتلي دي.
د یادوني وړ ده، چي تر دې دمخه افغانستان په یوه دوستانه لوبه کي د جاپان څخه هم ۴ پر ۳ لوبه ګټلې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون