افغان تکواندو ټیم په ۱۴ هیوادونو کي لومړی مقام وګټی


د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلي د هندوستان په اوپن سیالیو کي د ۹ مډالونو په ګټلو سره په آسیايي سیالیو کي اول مقام وګټی. ځای خپل کړی.
په دې سیالیو کي افغان لوبډلي ۴ د سرو زرو، ۳ د سپينو زرو او ۲ بیا د ژېړو مډالونه وګټل، چي په دې سره ئې د ۱۴ هیوادونو په کتار کی لومړی مقام هم وګټی.
 د تکواندو دا لوبي دوهم پړاو دئ، چي ۴ ورځي دمخه پيل سوي او نن پايته رسیږي.
په دې سیالیو کي د افغانستانه ۲۷ نارینه او ښځینه لوبغاړو په دوو کټګوریو لویانو او ځوانانو په برخه کي ګډون کړی وو، چي لویانو د ۱۴ هیوادونو ترمنځ لومړی ځای خپل کړ.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د تکواندو ځوان افغان لوبغاړي بیا نن لوبیږي
. په دې سیالیو کي د افغانستان، زیمبابې، بوټان، هندوستان، آسټرالیا، نیپال، قزاقستان، عمان، عربستان، قطر، جاپان. کروشیا، سوریې او بنګله دېش هیوادونو څخه ۲۵۰۰ تکواندو کارانو ګډون کړی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...