د افغانستان د کرکټ بورډ د تېز توپ اچوونکو د لټون لړۍ له کندهار څخه پيل کړه

راپور: محمد یار مجروح

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، د ټول افغانستان په کچه يې د تیز توپ اچوونکو د لټون لړۍ پيل کړې تر څو د ملي لوبډلو لپاره ځوان او تیز توپ اچوونکي لوبغاړي غوره کړي.

په کندهار کي نن ۱۲۰ لوبغاړو د تیز توپ اچووني په موخه ازموینه ورکړه.

د کرکټ د پرمختګ لپاره د افغان کرکټ بورډ تازه هڅي.

دغه ځوانان په ملي لوبډله کي د لوبیدو لپاره خپل بخت ازمايي.

د لته د جنوب لوېدیځي حوزې لسګونه لوبغاړي راټول سوي تر څو خپلي وړتیاوي وښيي، او دافغانستان ملي لوبډلي ته د تیز توپ اچوونکو په صفت ورمخکي سي.

لوبغاړي وايي، په ازموینه کي دي د درغلۍ مخه ونیول سي او وړکسان دي غوره سي.

د افغان لوبډلي پخوانی لوبغاړی او د غوراوي د کمېټې غړی محمدشاه سلیمانخیل وايي، په ملي لوبډله کي د تیز توپ اچوونکو د کمبود له امله کرکټ بورډ  دا  ګام اخلي.

دی وايي، له ټوله افغانستان څخه به هغه لوبغاړي راټول کړي چي په تیزه توپ اچوونه کي استعداد ولري.

دده په خبره دا پروسه شفافه ده او د دوی هڅه همدا ده ترڅو وړ لوبغاړي د ملي، الف او نولس کلونو لوبډلو لپاره وروزي.

دلته ډیری لوبغاړي شکایت کوي چي په کندهار کي د کرکټ لوبي پر وخت نه ترسره کیږي او نه هم مسلکي روزونکي لري.

بلخوا د بوست زون مسوؤل مسعود رحماني زیاتوي، چي په کندهار او همسایه ولایتونو کي لوبغاړي د کرکټ په زده کړه کي هڅي نکوي.

دده په خبره د بوست زون د لوبغاړو د روزلو لپاره خاص پلان لري.

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، د تیز توپ اچوونکي لوبغاړو د روزلو لپاره لومړی په کابل او بیا وروسته په بهرنیو هیوادونو کي د روزني پلانونه لري.

تر حمید حسن وروسته دولت ځدراڼ د افغان لوبډلې هغه توپ اچوونکی بلل کیږي چي د توپ سرعت یې تر ۱۴۰ زیات دی، دا مهال د شاپور ځدراڼ تر څنګ د افغانستان په ملي لوبډلې کې فرید ملک، افتاب علم، نوین الحق ، یمین احمدزی او ځينې نور تیز توپ اچوونکي  لوبیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...