د افغانستان برېښنا شرکت په عوايدو کي زياتوالی راغلی دی

د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلين وايي، چي د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کي د تېر کال په نسبت ددغي ادارې په عوايدو کي څه باندي ۳ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د برېښنا شرکت وياند وحيد توحيدي وايي، چي سږ کال دغي ادارې د ۹۵ سلنه برېښنا له وېش څخه ۹۲ سلنه پيسې لاس ته راوړي دي. نوموړي زياته کړه، چي ددوی هدف دا و، چي د ۹۵ سلني برېښنا څخه ۸۰ سلنه پيسې راټولي کړي، خو دوی ۹۲ سلنه پيسې لاس ته راوړي دي، چي دا د شرکت لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده، چي د ښه مديريت له کبله يې ترلاسه کړې ده.

ښاغلی توحيدي وايي، چي سږ کال د برېښنا د عوايدو لپاره ۲۹ ميليارده افغانۍ هدف ټاکل شوی دی، چي د تېر کال په نسبت زيات دی .

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...