دزابل ولایت اوسیدونکي: د یو شمېر ادارو له لوري د کرکټ د معیاري میدان د جوړیدو پر وړاندي ستونزي جوړیږي

راپور: نثار احمد څپاند

په کلات ښار کي د کرکټ د معیاري لوبغالي د جوړیدو چاری شاوخوا یو کال وړاندي پيل سوې چي د مسٔوولینو په خبره د نشه یي توکیو پر وړاندي د مبارزې د وزارت له خوا به اوه لکه ډالر پر ولګول سي.

خو اوس ویل کیږي په هغه سیمه کي چي د دغه میدان د جوړولو کار روان دی د مرکزي دولت لخوا د شنې ساحي په توګه پيژندل سوې او د کرکټ میدان د کار د بندیدو غوښتنه سوې ده.

د زابل والی خیال محمد حسینی چي له سیمي یې لیدنه کوله وویل، چي دا ډول ستونزي د کار په نیمايي کي د منلو نه دي او باید چي مرکزی دولت او هغه ادارې چي د کار د بندیدو خبره کوي بیرته د لوبغالی جوړیدو ته اجازه ورکړي.

نوموړي وویل، چي د زابل اوسیدونکي د ورزش مینه وال دي او د دغه میدان جوړیدو ته ډیر خوشاله و او دوي په جدي ډول هڅه کوي چی ژر دغه ستونزه هواره کړي او پر خپل وخت د کرکټ میدان جوړ سی

د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم وایي، چي باید مرکزي دولت او ولایتي اداره په ګډه هڅه وکړي چي موجودي ستونزي هواري سي او د پروژې کار پر خپل وخت پای ته ورسیږي ځکه اوس هم ډير وخت په وتلی دی.

دوی وایی، که دغه میدان جوړ سي د ځوانانو لپاره به د تفریح او ورزش ځای وی او پر ټولنه به ډير مثبت تاثیرات ولری.

په زابل کی د کرکټ د میدان پر وړاندي په داسي حال کي ستونزی را پورته سوي دي چي تردې مخکي د هوايي ډګر او نوی سل بستریز روغتون کارونه هم د ورته لاملونو له مخي ځنډول سوي دي چي له امله یې خلګ مایوسه او پر دولت بې باوره سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...