د افغانستان د سولي عالي شورا مشر په هېواد کي د جګړې پر ختمېدو او د سولي پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چي د سولي راوستلو لپاره بايد ملي اجماع رامنځته شي.
د افغانستان د سولي عالي شورا مشر او د پخواني ولسمشر مرستيال محمد کريم خليلي چي په باميانو ولايت کي د زرګونو کسانو په غونډه کي خبري کولې، وويل چي بالاخره په افغانستان کي بايد جګړه ختمه او بايد له څلور لسيزې جګړې وروسته سوله رامنځته شي.
هغه زياته کړه چي د سولي رامنځته کيدو لپاره دې ملي اجماع جوړه شي او د سولي فضا کي د افغانستان ټول قومونه خپلو حقونو او امتيازونو ته رسېږي؛ ځکه جګړه موخې ته د رسېدو لاره نه ده او يوازې د سولي له لارې څخه خپلو موخو ته رسېداى شو.
هغه د ملي يووالي حکومت څخه وغوښتل چي د مرکزي سيمو د خلکو غوښتنې دې په پام کي ونيسي او اجازه دې نه ورکوي چي د حکومت او مرکزي سيمو د خلکو تر منځ واټن لا زيات شي.