حکمت خليل کرزي مسکو کي د خپل روسي سيال سره ليدلي دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزی د افغانستان په اړه د شانګهای د سازمان د تماس د ډلي په جوړېدونکي غونډه کي، د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.​

ښاغلي کرزي تېره سه شنبه مسکو ته په رسېدو پر خپل ټويټر په دې غونډ‌ه کي خپل ګډون ته په اشارې ليکلي، يو مهم ابتکار د رامنځته کيدو په حال کي دی، ​دا چي دا مهم ابتکار به څه وي، نوموړي يې په اړه جزييات نه‌ دي ورکړي.

خو په راپورونو کي ويل سوي چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي مسکو کي د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال ايګور مورګلوف سره کتلي دي. د روسيې ايترتاس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت په حواله ويلي چي په دې ليدنه کي دواړو لورو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبري وکړې او روسي لوري په افغانستان کي د پخلايني لپاره د پراخو نړيوالو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ.

د يادوني وړ ده، چي په مسکو کي له دې غونډې وروسته، د راتلونکي دوشنبې په ورځ د عمان په مرکز مسقط کي، د افغانستان په اړه د چين، امريکا، پاکستان او افغانستان په ګډون، څلور اړخيزه غونډه جوړېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...