جوزيف: د افغانستان په جګړه کي مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي

د منځني ختيځ لپاره د امريکا د پوځ لوړ رتبه قوماندان وايي، امريکايي پوځيانو په افغانستان کي د افغان پوځ له کنډکونو سره کار پيل کړی، څو هغوی په راتلونکي کال کي د طالبانو پر ضد پراخو تهاجمي عملياتو ته چمتو کړي او په دې کي به د ۱۶ کلني جګړې په ټپه ولاړ لوری بدل کړي.

جنرال جوزيف، چي د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په مرکز کي يې خبريالانو ته خبري کولې، په عين حال کي يې ومنله، چي د دې لپاره لا ډېر کار ته اړتيا شته، خو نوموړي خوشبيني وښوده او زياته يې کړه، چي د افغانستان په جګړه کي يو شمېر مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

هغه وويل چي د افغانستان په اردو کي زاړه قوماندانان تقاعد کيږي او پر ځاي يې ځوان مشران راځي. نوموړي زياته کړه، موږ اوس هم ډېر ليوال يوو، چي په افغانستان کي د جګړې اوسنی په ټپه ولاړ وضيعت مات کړو او زموږ ټولي هڅي د همدې کار لپاره دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...