جلال اباد: له الفلاح پوهنتون څخه ۸۰۰ تنه فارغ سول

خبريال: مېلاد رحمتي

جلال اباد کي د الفلاح خصوصي پوهنتون څخه ۸۰۰ تنه چي يو شمېر نجوني دي په بيلابيلو برخو تر څلور کلونو زده کړو وروسته فارغ سول.

په دغه مراسمو کي حکومتي چارواکو اندېښنه ښودلې، چي په دې ولايت کي ځيني خصوصي پوهنتونه او ښوونځي د درسي کيفيت پرځای سوداګرۍ ته زياته پاملرنه کوي. هاخوا نوي فارغ محصلين وايي، حکومت دې د مقرريو په طرزالعمل کي شفافيت ته پاملرنه زياته کړي، ترڅو وړ او مسلکي کسان په دندو وګمارل سي.

ننګرهار کي څه هم د نورو ولايتونو په پرتله د لوړو زده کړو لپاره په خصوصي برخه کي اسانتياوي او امکانات زيات دي، خو نيوکي پر دې چي ځيني هغه يې د درسي کيفيت پرځای سوداګرۍ ته زياته پاملرنه کوي.

والي ګلاب منګل، چي د الفلاح حصوصي پوهنتون څخه يې د ۸۰۰ ځوانانو د فراغت مراسمو ته وينا کوله، وويل، هغه ټول خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي به وڅارل سي، چي خدامات يې تر ډېره  سوداګريز بڼه ولري.

د ملي تحريک مشر وايي، د سيمي او نړۍ له هېوادونو سره که د سيالۍ هوډ لرو، بايد ځوانان زده کړو ته خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي او حکومت دي په دې برخه کي د امکانانو پراختيا ته کار وکړي.

هاخوا نوي فارغ زده کوونکي له حکومت غواړي، چي د دندو په پيدا کيدو کي ورته پاملرنه زياته کړي، دوی وايي، اوس تر ډېره په اداراتو کي د مسلکي کسانو پرځای غير مسلکي کسان په دندو بوخت دي.

هر کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کي پر حکومتي پوهنتونو سربېره له خصوصي پوهنتونو څخه هم زرګونه تنه فارغېږي، خو ډېر کم يې داسي دي، چي  په ادارو کي يې د دندو تر سره کولو چانس پيدا کړی دی. باور دادی که دغو کسانو ته کاري زمينه برابره نه سي، نور به له لوړو زده کړو زړه توري کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...