ځيني افغان سوداګر په ترکيه کي د کانونو د برخي په يوه نندارتون کي برخه اخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خوني وياند صيام الدين پسرلی وايي، چي په دغه نندارتون کي يو شمېر افغان سوداګر هم ګډون کوي. ښاغلي پسرلي وويل، افغانستان د ماشين الاتو د توليد، د کانونو د کيندني، پروسس او ډېزاين په برخو کي، تر نورو هېوادونو ډېر زيات ضرورت لري، موږ کولاي شو، په دغه نندارتون کي د ترکيې او نورو هېوادونو له سوداګرو سره په هېواد کي د سوداګريزو فرصتونو په اړه خبري وکړو.
ښاغلي پسرلي وويل، دغه نندارتون د اکټوبر په ۱۸ مه پرانېستل کيږي او په پای کي به افغان سوداګر له بهرنيو سوداګرو سره ځيني تړونونه هم لاسليک کړي.