د کندهار ولايت مقام له پاره نوی والي معرفي سو

رپوټ: مهتمم صالح

پرون د سیمه ايزو ارګانونو خپلواکي ادارې په غوښتنه او د ولسمشر په تائيد سره په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازی روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل سو، چي نن يې په کندهار ولايت مقام کي د معرفت مراسم نيول سوي وه.

په دې اړه جوړه سوې غونډه کي قومي مشرانو له نوي والي څخه وغوښتل چي په کندهار کي مثبت تغیرات راولي او په خاص ډول د امنیت په برخه کي زیاتي هلي ځلي وکړي.

دوی وايي، دا چي نوی والي د کندهار اوسېدونکی دئ، نو دوی تمه لري چي خپل ولایت ته به صادقانه کار وکړي.

د ولسي جرګې یوې غړي بیا له نوي والي څخه وغوښتل، چي په کندهار کي د ښځو کار ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په ټولو ادارو کي ځای ورکړي.

د کندهار نوي والي روح الله خانزاده هم وویل، په داسي حال کي چي په کندهار کي ستونزي زیاتي دي، خو ده هوډ کړی چي د ټولو کندهاریانو په مشوره کار وکړي.

هغه زیاته کړه، چي د ټولو قومونو سره په ګډه کار کوي او د هیچا شخصي غوښتني به ونه مني او د قومونو او خلګو د يووالي لپاره به ډېر کار کوي.

ده وویل، ولسمشر ورته د هر ډول امکاناتو د ورکړي ژمنه کړې ده، خو له ده څخه يې غوښتي چي باید کندهار خلک په اتفاق کړي.

دغه راز د سيمه ايزو اروګانو خپلواکي ادارې مشر محمد شميم کټوازی وايي، چي هغه کسانو د کندهار په ادارو کي يې فساد کړی محکمې ته به يې معرفوي کوي او حساب به ورسره کیږي.

په پای کي د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپلو خبرو کي وویل، چي په کندهار کي د ټولو اقشارو سره د کندهار د وضعیت په اړه خبري کوي او د هغوی څخه به مشورې به اخلي.

هغه وویل، ولسمشر د کندهاریانو هغه غوښتنه ومنل چي د والي په توګه یې د یوه کندهاري غوښتنه کړې وه نو ځکه دوی هم روح الله خانزاده وټاکی ځکه چي د کندهار په ټولو موضوعاتو خبر دئ او د خلکو سره ښې اړيکي لري.

محب په خپلو خبرو کي وويل، چي د کندهار لپاره د ملي امنيت نوی رئیس تورن جنرال عطامحمد خان هم ټاکل سوی دئ.

هغه د نوي ټاکل سوي والي څخه غوښتنه وکړه، چي ملي اوردو ته دي، د کندهار ځوانان تشويق کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...