خلګ د پولیسو له بېري د ترافيکي پېښو له قربانیانو سره کومک نه کوي

رپوټ: مهتمم صالح

ډېر وخت د کندهار ښاريان شکايت کوي، چي د ترافيکي پېښو پر مهال خلګ نه سي کولای د بشري همدردۍ له مخي قربانيان روغتون ته ورسوي، ځکه پر لاره او يا روغتون کي يې پوليس نيسي او ستونزي ورته جوړوي.

دوی وایي، ډېر وخت د ترافيکي پېښو مجرمين تښتي او قرباني سوي کسان په بد حالت کي وي، خو خلګ یې له دې بېري چي ستونزه به ورته جوړه سي، روغتون ته نه سي وړلای.

دوی وایي، پوليس او امنيتي کسان دي خلګو ته ستونزي نه جوړوي، تر څو خلګ وکولای سي په دغه ډول د يو چا ژوند وژغوري.

خو د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال عبدالحميد وايي، چي پولیس اړ دي، چي د موضوع په اړه څېړنه وکړي، نو هغه کسان چي غواړي، چي د ترافيکي پيښو د قربانيانو سره مرسته وکړي، لوکړی دي د سيمي نژدې ترافيکي او يا امنيتي پوليسو ته خبر ورکړي، تر څو هغوی د روغتون او لاري ټولو پولیس ته خبر ورکړي، چي ياد کس ته ستونزي جوړي نه کړي.

هغه وايي، خلک کولای په دغه ډول سره د ترافيکي پېښو د ټولو قربانيانو سره مرسته وکړي، څو د هغوی ژوند وژغورل سي.

خلک وایي، اکثره وختونه خپله ترافيکي پيښي د امنيتي کسانو د سايطو له امله رامنځ ته کيږي، ځکه هغوی په ښار کي په ډېر سرعت سره موټرونه چلوي.

هغوی وايي، ځيني کورنۍ هم خپل کم عمره ځوانانو ته وسايط په لاس ورکوي، چي له امله یې هم ډېر وخت ترافيکي پيښي رامنځ ته کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...