په مسکو کي پرون افغان سیاستوال او د سیاسي ګوندونو استازي له طالب استازو سره مخامخ جرګه سول

په غونډه کي پخواني ولسمشر حامد کرزي، شیرمحمد عباس ستانکزي، یونس قانوني، محمد محقق، عطامحمد نور او نورو سیاستوالو خبري وکړي.

د غونډې لومړۍ ورځ او ویناوې تر ډېره مثبتي وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په زړه پوري خبري وکړې او ښکیل لوري یې سولې ته را وبلل.

د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله نرم و. د نورو ویناوالو ویناوې هم نرمي او له مثبتو پیغامونو ډکي وي.

موږ باید تمه ونه لرو چي هېڅ ستونزه دې نه وي او په لومړۍ ورځ دې هر څه سم وي. د طالبانو په دریځ کي نرموالی و، ډېر مثبت پیغامونه یې ورکړل، ډېر ګونګ مسایل یې روښانه کړل، خو بیا هم ستونزې سته.

که څوک دا تمه کوي چي طالبان دې هر څه ومني او په لومړۍ ورځ دې یې دریځ یو سلو اتیا درجې بدل سي، دا ناشونې ده او هېڅکله به هم ونه سي.

همداسې د طالبانو د سرسختو مخالفینو په ویناوو کي هم نرموالی و، طالبانو ته یې د پخوا خلاف نرم او له درناوي ډک کلمات وکارول او جوړجاړي ته یې له خپله اړخه سته څراغونه ورکړل. د دوی په خبرو کي هم داسې خبري وې چي باید بدلي سي او مثبت بدلون پکښې راسي.

مهمه دا ده چي لومړۍ ورځ ښه پیل سوه او له هره اړخه مثبت پیغامونه ورکړل سول. پرون ښکاره سوه چي بدلونونه پیل سوي، ښکېل لوري غواړي جوړجاړی وکړي او له خپله اړخه ځینو قربانیو ته هم تیار دي.

دا یو ستر پرمختګ دی، دا ستر مخالفین چي د وسلې په ژبه یې خبري کړي دي، سره مخ سول. دوی به خبري وکړي، بحثونه به وکړي، نظریات به تبادله کړي، پر ځینو مسایلو به توافق وکړي، مشترک ټکي به را  پیدا سي. دغه راز د مخالفت ټکي او بحثونه به هم روښانه سي او وروسته به پر د جوړجاړي لپاره لا زیات فکر او کار وسي.

ښکېلو لورو پرون ځیني داسي مسایل مطرح کړل چي د طالبانو، جمعیت، وحدت، یا بل سیاسي ګوند او ډلي نظریات وو، خو ډیر داسي مسایل هم یاد او مطرح سول چي خلکو یې غوښتنه کوله او یا هم خلکو یې په اړه اندېښنې لري.

ځینې مسایل طالبانو خپله واضح کړل او ځیني داسي وو چي نورو ویناوالو یې په اړه واضع خبري وکړې.

د بنسټونو او نظام پایښت، پر ملي ګټو او سترو ارزښتونو نه معامله، د هېواد خپلواکي او داسي نور مسایل وو چي په روښانه ټکو کي مطرح سول.

په ټوله کي د غونډې لومړۍ ورځ مثبته وه او خلکو ته یې هیلي پیدا کړې دي چي دا ډول غونډې به سولې ته د رسیدو لاره اسانه کړي.

په لومړۍ ورځ ویناوې په ژوندۍ بڼه خپرېدلې، نو ځکه به ځینو مسایلو پر ویناوو اغېز درلود، خو هغه څه چي په دویمه ورځ ویل کېږي او یا هم په رسنیو کي نه خپرېږي، هغه به د سولې او جوړجاړي چانس لا زیات کړي. د افغانستان خلک تمه لري چي دا او نورې وروستۍ هڅي به یې له جګړې خلاص کړي او سولې ته به یې ورسوي.

 

x

دا هم وګورئ

په فیسبوک کي د یوه ځوان د یوې پیغلي څخه ځان د پیژندني غوښتنه

لیکنه:  احمد جنید مبارز یوه بي باکه ځوان د بې ځایه او ناوړه مقصد لپاره ...