کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر زيانونه اړولي دي.

د دغه ولسواليو اوسېدونکي وايي، که جګړې همداسي جريان ولري، اندېښنه سته چي هغه باغونه یې وچ سي، چي دوی په کلو کلو خوارۍ په کښلي دي.

دوی وایي، د جګړو له امله ټولي کرنيزي مځکي او باغونه ورڅخه پاته سوي دي، د باغونو تاکبيري او پاکي ورڅخه پاته سوې ده او اوبه سوي هم نه دي، چي ډېر امکان یې سته وچ سي.

د دوی په خبره، چي د جګړې ښکېلو خواوو ته يې سپين ږيري ور استولي دي، چي يوازي غواړي خپلي مځکي او باغونو اوبه کړي، خو هغوی يې خبره نه ده منلې.

د کرني رئيس حافظ الله سيدي وایي، چي په هغه ولسواليو کي چي جګړې رواني دي ۵۰ سلنه کرنه پاته سوې ده.

هغه اوس د باغونو د اوبه کېدو او تاک بیرۍ او کوډ ورکولو وخت دئ، نو که باغونه پاک نه کړل سي، ډېر زيان ورته رسوي او دغه راز د غنمو ټولي مځکي پاته سوي دي.

هغه د جګړو دغه ډول دوام دلته په کندهار کي پر کروندګرو ډېري بدي اغېزې وکړي، د يوې خوا به خلګ بې کاره سي او د بلي خوا به حاصلات هم د پخوا په پرتله ډېر کم سي.

د کندهار پنجوایي، ژړۍ او ميوند د انکورو، ارغنداب او ارغستان د انارو ډېر زيات باغونه لري، دغه راز په ټولو ولسواليو کي د غنمو مځکي سته خو او د جګړو له امله دغه ټولي ولسوالۍ د کرني او نورو برخو کي زیانمني سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...