تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان په شري ناروغۍ هم اخته کيږي، چي د روغتيا مسؤلين وایي، په تېره جدي مياشت کي دوی ۱۹۰ ناروغان په ميرويس روغتون کي بستر کړي دي.

د ميرویس روغتون د کوچنيان د واټ مسؤل ډاکټر محمد صديق وايي، چي د دغه ۱۹۰ بستر سوي ناروغانو څخه ۱۱ يې خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ، خو دغه ناروغان يې دوی ته په ډېر بد حالت کي راوړي دي، چي د دوی سره يې يوازي څو ساعته تېر کړي دي.

هغه وايي، زموږ خلک کولای سي يوه خونه په ژمي کي توده کړي، ټول کوچنيان په دغه يوه خونه کي اوسي چي له امله يې د شري ناروغۍ ډېريږي.

د دغه کوچنيانو مېندي وايي، چي دوی خپلو کوچنيانو ته د شري واکسين نه دئ ورکړی، چي له امله يې هغوی په دغه ناروغۍ اخته سوي دي.

دوی د نورو مېندو څخه غوښتنه کوي، چي خپل اولادونو ته د ټولو خطري ناروغيو له پاره واکسين ولګوي.

د روغتيا کارکوونکي وايي، کوچني ته بايد د شري لپاره دوه ځلي يو له نهو مياشتو وروسته او دوهم ځل تر اتلس مياشتو وروسته واکسين ولګول سي.

دوی وایي، د واکسين لګولو وروسته يو فيصد امکان سته چي هغه ماشوم دي په شري اخته سي.

x

دا هم وګورئ

کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر ...