په کندهار کي د عمومي پارکينګونو کموالي خلګ له ستونزو سره مخ کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ښاريان وايي، په دغه ولايت ترافيکي ګڼه ګوڼه ډېره ده، خو عمومي پارکينګونه نه سته، چي له امله يې خلګ مجبوره کېږي، چي خپل وسايط پر سړک ودروي.

دوی وایي، کله چي خلګ وسايط پر سړک دروي، پوليس يې ټېرونه ور پنچروي او هنداري يې هم ور ماتوي، چي په خبره يې ښاروالۍ دي عمومي پارکينګونو ته پاملرنه ډېره کړي.

دوی په عمومي جاده کي چي کوم پارکينګونه سته، قراردادي هغه په نورو کاروبارونو مصروف کړي وي، د موټرونو د درېدو ځايونه په ښار کي بیخي ورک سوي دي.

خو کندهار ښاروالۍ وياند ميرويس پوپل وایي، کندهار ښاروالۍ هڅه کړې ده، چي په دولتي او خصوصي برخه کي په کندهار ښار کي عمومي پارکينګونه پرانيزي.

هغه وايي، هغه قرارداديانو چي عمومي پارکينګونه پر نورو کاروبارونو مصروف کړي وي، هغه به بیرته ليري کېږي او يا به يې قرارداد لغوه کېږي، خو د عمومي پارکينګونو سره به په راتلونکي کاپي شاپونه هم جوړ کړل سي، تر څو خلګ د دې تر څنګ موټر دروي کولای سي، چي هوسايي هم وکړي.

ويل کيږي چي په ټوله ښار کي د کندهار ښاروالۍ شاوخوا شل پارکينګونه لري، خو په خصوصي سکټور کي ډېر شمېر مارکيټونه ځان ته پارکينګونه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...