د فتنو په وخت کي د سترګو ساتل

لیکنه: احمد جنید مبارز

رسول ﷺ فرمایي: ستاسي په کورونو کي به فتنې داسي اوریږي لکه باران.

رسول ﷺ نه یوازي دا چي په خپل ژوند کي د فتنو څخه د امت د ژغورلو په فکر کي وو بلکي تر ژوند وروسته یې هم دا نه لوریدل چي امت دي په فتنو کي و غورځیږي او هر وخت یي اګاهي راکړې.

نن موږ په یو داسي چاپیریال او ټولنه کي ژوند کوو، چیري چي د فتنو امبارونه دي، په هر کار او هر لور کي یوه نه یوه فتنه او د هلاکت یوه لویه کنده پرته ده:
سود عامیدل؛
د امانت له منځه تلل؛
درواغ زیاتیدل؛
تهمت او غیبت خپل اوج ته رسیدل؛
امن له ټولني څخه تلل؛
سرونه پر ناحقه په وینو کي لغړیدل او قتلېدل؛
د شرابو څښاک عامیدل؛
بې حیایي په چټکي سره خپریدل؛
ناحقه شاهدي اداکول؛
د اخرت په کار دنیا ګټل؛
له زکات څخه انکار کول؛
د والدینو سره بده ګذاره او اطاعت نه کول دا او دي ته ورته ټول هغه هلاکتونه دي چي نن په ټولنه کي عام او مروج سوي دي خو خاتم النبین سردار عالم ﷺ راته څوارلس سوه کاله وړاندي په خپلو مبارکو احادیثو کي پیشګویي کړې او ددې هلاکتونو د کندي څخه د خلاصون لار او ځان ګوښه کول یې راته ښودلي دي.

دا ټول هغه هلاکتونه دي چي د دنیا پر سپکوالي او خجالت سربیره اخروي عذاب ته هم انسان را کشوي او د خلاصون او نجات فکر خو بیخي ورسره پیدا کیږي نه، وجدان او ضمیر یي د الله ﷻ له قهر او عذابونو څخه ړانده وي او د خپلي خوښي او د کفر لخوا پر هغه هدایت سویي مسیر به روان وي کوم چي سیده و جهنم ته تللي دی.

نو ځکه خو د امربالمعروف او نهي عن المنکر پریښودل هغه لویه ګمراهي ده چي انسان پورته ټولو ګناهونو ته ښه راغلاست وایي او داسي کندي ته ور غوځاریږي چي بیا به یې د افسوس چیغي هیڅ فایده نه کوي.

بل خوا لکه څنګه چي وهر مسلم ته دا معلومه ده چي الله جل جلاله وموږ ته بې شماره نعمتونه راکړيدي، چي د هغه ډېرو نعمتو د جملې څخه یو هم سترګي دي،

سترګي د الله تعالی له لوري موږ ته راکړل سوی نعمت دی باید په سمه لار کي یې استعمال کړو، دا نه چي موږ يې د شر په لار کي استعمال کړو، نو له هم دې کبله د اسلام مبارک دین هر هغه دروازه تړلې، چي د هغه لاري څخه شک، بدګماني، شیطاني وسوسوته پکښي بلنه وي، او په زړه کي شیطاني خواهشات راپاروي.

نو ځکه د اسلام مبارک دین موږ مسلمانان په سختی سره د سترګو په حفاظت باندي امر کړي یو، لکه څنګه چي الله جل جلاله په قران کریم کي فرمايې: (قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ… ) (النور/ ۳۰).

ژباړه: اې پیغمبره! مؤمنو نارینه و ته ووایه چي خپل نظر تر کنټرول لاندي وساتي، او په ۳۱ نمبر ایات کي و ښځو ته امر سویدی چي ښځي دي د خپلو سترګو حفاظت وکړي.

هم داشان په حدیث کي راځي چي رسول صلی الله علیه وسلم و علی رضی الله عنه ته وايي چي په یوه نظر پسي دوهم نظر پرلپسېوالی مه کوه ستا لپاره اول کتل دي( تصادفدي کتل) دوهم وارکتل پرتا حسابل کیږي(ګناه لري). او په یوه بل حدیث کي رسول صلی الله علیه وسلم خپلو زوجاتو ته وايي چی کله يې نا محرم سړي ته وکتل.

يعني: کله چي د رسول صلی الله علیه وسلم زوجاتو د ابن مکتوم رضی الله عنه څخه مخ نکی پټ لکه څنګه چي ابن مکتوم رضی الله عنه په سترګو ړوند و او لیدل يې نه،

نو رسول صلی الله علیه وسلم دوی ته وویل، چي مخ پټ کړئ نو هغوی ورته وویل، چي دی خو ړوند دی، نو رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي دی که ړوند دی، تاسو خو نه یاست ړانده.

او هم دا شان الله جل جلاله ټوله مسلمانان ښځي په پرده باند امر کړي او امر د وجوب په معنا سره دی، يعني ضروري او لازمي دي، د هري مسلماني خور لپاره، او خپل زینت د نامحرمو څخه پټول دانه چي یوازي عبادت دی، بلکي د ښځي لپاره تر ټولو ښه او محفوظ لباس دی.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : (المراة عورة) (رواه الترمذی ۱۱۷۳).
ژباړه: ښځه ټوله عورت ده يعني ښځي ته ستر كول ضروري او لازم دي.

په دې کي شک نسته چي د سترګو په حفاظت کي ډیري فایدې دي نو د مثال په ډول یو څو فائدې په لاندي لیکو کي لیکم:

۱ – د سترګو حفاظت د الله عبادت دی، ولي چي الله جل جلاله موږ په امر کړي یو.

۲ – د رسول صلی الله علیه وسلم پیروي او اطاعت کول دي.

۳ – د سترګو حفاظت زړه ژوندی او نوراني ساتي.

۴ – د سترګو په حفاظت کي د شرمګاه حفاظت دی، ولي چي سترګي انسان و بدۍ ته هڅوي.

۵ – د سترګو په حفاظت کي د نفس پاکوالی راځي.

۶ – د سترګو په حفاظت کي الله جل جلاله د لوی نعمت ( سترګو) شکر ادا کول دي.

۷ – د سترګو حفاظت د الله محبت په زړه کي زیاتوي.

۸ – د سترګو حفاظت د زړه حفاظت کوي، د مختلفو مرضو څخه لکه شهوت پرستي.

۹ – د سترګو په حفاظت کي د ټولني حفاظت دی د ناوړه کارو په خورولو کي.

۱۰ – د سترګو حفاظت انسان په زړه کي غیرت زیاتوي.

 

x

دا هم وګورئ

په فیسبوک کي د یوه ځوان د یوې پیغلي څخه ځان د پیژندني غوښتنه

لیکنه:  احمد جنید مبارز یوه بي باکه ځوان د بې ځایه او ناوړه مقصد لپاره ...