په کندهار کي امبولانسونه نه سته

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ښاريان شکايت کي چي د عامي روغتيا د امبولانسونو خدمات نه لري، چي له امله یې خلګ اړسوي دي، چي ډېر شديد ناروغان په ټکسي موټرانو، رخشو او يا هم زرنجانو کي تر روغتونه یوسي.

دوی وايي، په نورو ولايتونو کي د ښار په ډېرو سيمو کي عامه امبولانسونه ولاړ وي او د ښار د هر اوسېدونکي څخه يې د ټليفون شمېرې وي، چي د اړتيا پر مهال ورته زنګ وهي، خو په کندهار کي هيڅ يو ښاري او د ولسواليو اوسېدونکي د امبولانس د مسئولینو شمېرې نه لري، تر څنګ يې امبولانسونه يوازي په خاصو حالاتو کي له روغتون څخه را ایستل کيږي.

خلګ غوښتنه کوي، چي د عامي روغتيا رياست دي خلګو ته مناست د امبولانس خدمات وړاندي کړي، څو هغوی وکولای په سمه توګه خپل عاجل ناروغان روغتون ته ورسوي.

د کندهار د والي وياند احمد بهير احمدي هم ياده ستونزه مني خو وایي، په کندهار کي د دقيقي احصايې نه شتون دغه ټولي ستونزي رامنځ کړي.

هغه وایي، دغه ولايت ته اوس هم د يو اشارې يو ميليون کسانو پر سر بوديجه ورکول کيږي، حال دا چي په دغه ولايت کي تر درې ميليونه زيات خلک ژوند کوي.

احمدي وایي، ولايتي اداره او د عامي روغتيا رياست هڅه کوي، خلکو ته امبولانسونو عامه خدمات برابر کړي ځکه نو دوی د مرکز سره ياده موضوع په بار بار شريکه کړې او هيله لري، چي ژر به ستونزه حل سي.

په کندهار کي دا مهال د دولت په چوکاټ کي شاوخوا ۳۰ عرادې امبولانسونه سته، چي ۸ عرادې د ميرويس روغتون او ۲۲ عرادې د باران موسيسې په اختيار کي دي.

د کندهار د والي وياند وايي، دغه امبولانسونه يوازي، د ترافيکي او امنيتي پيښو لپاره کارول کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...