د لباس نمایش

حبیبه اشنا

کله چې د ښځو د حقوقو خبرې کېږي نو نړۍ تل د چادري او څادر مثالونه ورکوي او وایي چې زموږ په سیمه کې حقوق نشته. ددې لامل بل څوک نه بلکې خپله يښتانه دي.  ښکاري چې نړۍ او پښتانه د  بشري حقوق، پرمختګ  یا وده كول او د لویدیز دود یا (Westernization)  په ماناګانو کې توپیر نه شي کولی او ټول يې د حقوقو د چترې لاندې سره را ټول کړي دي. زموږ بد بختي په دې کې ده چې پښتانه هم دې درې مختلفو اصطلاحاتو ته په یوه سترګه ګوري او  د بهرنیو توطئه یې بولي.

که چيرې موږ ووینو نو بشري حقوق هم انسان ته د هغه د خوښې د لباس اغوستو اجازه ورکوي. بلکې په یوولسمې ماده کې یې ورته جلا ځای هم ورکړی دی. په دې ماده کې یې په ځغرده لیکلي دي چې که چېرې یو ډول لباس د مذهبي یا کلتوري بڼه ولري نو د هغه د اغوستلو څوک مانع کېدای نه شي او دا د هغه حق دی. همدارنګه په قران شریف کې د لباس په اړه لیکل شوي دي چې (ولا يبدين زينتهنّ إلا ما ظهر منها وليضربن بخمرهنّ على جيوبهنّ)[ النور:۳۱ ]

ترجمه : (او خپل ښايست او ګاڼه دې نه ښکاره کوي، خو هغه څه چې ښکاري او حجاب دې پر خپل ځان راخور کړي) په دې کې هیڅ شک نشته چې په قران شریف کې د برقې په اړه څه نه دي ویل شوي خو نن سبا اسلامي مشران هغه  سم او پوره حجاب ګڼي. د نړیوالې ټولنې په نظر برقه یو تحمیلي شی دی چې د سړو لخوا په ښځو تحمیلېږي او بیا زموږ په ټولنه کې دې ته د مذهب بڼه ورکړل شوی ده. په حقیقت کې دا نه مذهب دی او نه تحمیل بلکې یو خارجې کلتور دی چې زموږ په خلکو کې عام شوی دی. بدبختي په دي کې ده چې پښتانه دا خارچې کلتور نه، بلکې خپله یې مني .

د ټولونه لویه ستونزه زموږ د لویدیځ دود او د پرمختګ په توپیر کې ده. ډېرې وخت موږ پرمختګ د لویدیځ اثرات بولو او نه غواړو چې د هغه شاهدان شو. .  کله چې یوه ټولنه په پوره توګه د لویدیځ مذهب، جامه،ریژیم، قانون، سیاست او د لویدیځ افکار کاملا خپل کړي نو بیا هغه ته موږ ویلې شو چې هغه اوس خپل ځان ورک کړی دی او د لویدیځ د اثراتو لاندې راغلی دی. د لویدیځ دودونه هیڅ امکان نه لري چې زموږ په ساحه کې مروج شي.  زموږ ټولنه هیڅکله دا نه شي ځغملې چې یوه ښځه دې په بیکیني کې وګرځي او یا هم یو زوی یا لور دې خپل مور او پلار د کوره وباسي. دا چې ځني خلک دې موضوع ته  د مذهب د نظره ګوري او ځینی یوازې ورته د کلتور بڼه ورکوي دا بیله خبره ده ، خو په حقیقت کې دا دوه هغه بیلګې دي چې زموږ خلکو ورته د  پرمختګ” لیبل  “ورکړی دی او چې کله خبره د پرمختګ شي نو قضاوت هم د لباس د مخې کوي.موږ چې کله خبره د جامو کوو نو په هغه کې هم د ښځو د جامو او لباس خبرې کوو. زموږ خلک دومره شاته دي چې د غربي کلتور مروج کیدل زموږ په سیمه کې  هیڅ امکان نه لري.

د پرمختګ په نه پېژندلو کې  موږ هم همغومره ګرم یو لکه نور چې دي. په حقیقت کې پرمختګ پخپله د یو بدلون نتیجه ده. بدلون یا مثبت وي او یا هم منفي چې کله مثبت وي  نو پرمختګ بلل کېږي او چې کله نه وي نو د یوې ټولنې داسې حالت وي لکه زموږ د ټولنې چې دی. زموږ ټولنه د بدلون څخه ډارېږي او هغه ته د لویدیځ دود وايي او فکر کوو چې خپل کلتور به هېر کړو. خو چې کله یوډېر سخت دریځه کلتور د مذهب په نوم راشي نو هغه منو او بیا د هغه د پاللو لپاره د بشري حقوقو مادې هم استعمالوو.  جامې د پرمختګ سمبول نه شي کېدای او نه هم د نورو هېوادونو په شان جامې اغوستل دا مانا لري چې موږ د هغو مذهب په خپل هېواد کې غواړو. موږ باید دې ته وګورو چې زموږ ټولنه اوس څه شي ته اړتیا لري او خپلو خلکو ته څنګه کولی  شو چې په ورځینیو چارو کې اسانتیاوې برابرې کړو.

یو کس په یوسم اسلامي لباس کې هم کولی شي چې ډېر پرمختللی وی که چېرې وکولای شي چې د بل انسان حقوق مساوي وګڼي او نورو  انسانانو په ژوند کې بدلون راړي. یعنې پرمختګ د افکارو پراخوالی، او د مثبت بدلون د پلې کولو پورې اړه لري نه دا چې چا ګیبې اغوستې او که جینس. او دا چې د نړیوالې ټولنې سره څنګه رقابت کوو او اوږه په اوږه ځو. موږ باید د ظاهري دنیا څخه ووځو او د یوې پرمختللې مدني ټولنې مثال وګرځوو. دا هم باید هېر نه کړو چې کلتور او مذهب هم  ټول کاملا د جامو پورې اړه نه لري. که نړیواله ټولنه برقه تحمیل ګڼي نو موږ هم بې برقې انسان بد او خارجې ګڼوو. ګرم دواړه یو چې ځان د دواړو خواو څخه نه خبروو.

x

دا هم وګورئ

کتاب او ټولنه

لیکوال: بصيرالحق عادل يوه داسې زمانه به هم تېره شوي وي چې کتاب به نه ...