رپوټ: مهتمم صالح
پرون د کندهار نوی والي حاجي روح الله خانزاده وټاکل سو، چي د خلګو د تود هرکلي سره مخ سو.
د کندهار اوسېدونکي وایي، چي د نوي والي په راتګ سره خوښ دي، خو وایي، والي دي په دغه ولايت کي امنیت لومړيتوب وګڼي او په دغه برخه کي دي کار وکړي.
دوی وايي، دلته له جګړې څخه ډېر کسان بې ځايه سوي دي او در په دره سوي دي، نو بايد بايد د کندهار والي ورته ډېره پاملرنه وکړي.
ښاریان زياتوي، چي کندهار ته پر لويو لارو باندي خلګ د پوليسو له چلند څخه ډېر په تکليف سویدي، چي بايد د کندهار والي روح الله خانزاده دغه څه ته هم پاملرنه وکړي، ځکه هغوی پر لارو له موټرونو څخه په ډېره اندازه پیسې اخلي.
دغه راز دوی د والي څخه بله غوښتنه کوي، چي د قومونو او خلګو تر منځ يووالي او اتفاق راولي.
کندهار والي حاجي روح الله خانزاده هم په خپلو خبرو کي وويل، چي غواړي د امنيت او قومونو تر منځ د يووالي اتفاق له پاره ډېر کار وکړي.
هغه وويل، چي ولسمشر ورته د هر ډول امکاناتو د ورکړي، ژمنه کړې، خو له ده يې غوښتي د خلکو تر منځ يووالی راولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون