په پکتیا کي نجوني: په دغه ولایت کي وروستیو نا امنیو او خراب امنیتي وضعیت زموږ پر زده کړو منفي اغېز کړی دئ

د افغانستان په ځینو ولایتونو کي که له یوې خوا ټولنیز او کلتوري دودونه د نجونو د زده کړو پر وړاندي ستر خنډ بلل کېږي، له بلي خوا خراب امنیتي وضعیت هغه څه دي چي د نجونو د زده کړو پر وړاندي ستونزي جوړوي.
په پکتیا کي ښځینه زده کوونکي وايي، پر ټولنیز او کلتوري دودونو سربېره وروستیو نا امنیو د دوی پر زده کړو منفي تاثیر کړی دئ.
پکتیا والي زده کوونکي وايي، پر نا امنۍ سربېره ګڼي نوري ستونزي هم سته، چي له امله یې ډېری کورنۍ زړه نه ښه کوي، چي لوڼي یې د زده کړو له پاره له کوره بهر ولاړي سي.
دوی د جګړې له دواړو خواوو غواړي چي سوله وکړي او زده کوونکو ته د زده کړو له پاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
که څه هم پکتیا کي پر جګړو او نا امنیو سربېره د ښوونځیو له پاره د کافي ودانیو، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت او د مناسب درسي چاپېریال نه موجودیت، د نجونو د زده کړو پر وړاندي لویي ستونزي بلل کيږي، خو د دغه ولایت چارواکي بیا ناوړه دودنه د پوهني پر وړاندي لوی خڼد بولي.
زرمت د پکتیا تر ټولو نا امنه يوازينۍ ولسوالي ده، چي اوس مهال د نجونو هيڅ فعال ښوونځی نه لري، که څه هم چارواکي یې لامل ناوړه دودونه بولي، خو د سیمي اوسېدونکي بیا جګړې او د پوهني ریاست نه پاملرنه هغه څه ګڼي، چي زرمت یې د ښځینه ښوونځيو له فعالیت بې برخې کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...