رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي بې ځايه سوي له سختو ستونزو سره مخ دي، د يخ شپې او ورځي او د سرپناه نه موجودیت د دغه بې ځایه سوو ستونزو څو برابره کړي دي.
دوی وايي، په دغه سخت حالت کي دوی د ملي تجارانو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دوی وايي، چي يوازي په يوه جوړه کاليو کي يې خپلي سيمي پرې ايښي دي، چي دلته خېمې هم نه لري، ځکه نو د يخ له امله شپې په ويښه تېروي.
دوی له ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چي بېړنۍ مرستي ور سره وکړي، څو اولادونه یې له مرګه وژغوري.
پر همدې مهال بیا د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسئولین وايي، چي د نړيوالو مؤسساتو په مرسته یې د چهارشنبې په ورځ ۹۰ کورنيو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي رسولي دي.
د UNHCR مؤسسې استازی عبدالسميع وایي، چي دغه مرستي د WFP-UNHCR او HAPA مؤسسو له خوا ورکول کيږي.
د کډوالو چارو ریاست مسولين وايي، چي په کندهار کي بې ځایه سوي په بد حالت کي دي، چي دوی هڅه کوي، چي د موسيساتو په مرسته ورته ورته خېمې او نوري مرستي ورسوي.