رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي د جګړو شدت ډېر ځوانان د سولي له پروسې څخه ناهيلي کړي دي، خو وايي، چي اوس بايد په مذاکزاتو ګي د سولي ادبیات وکارول سي او د توندو او جګړه ايزو ادبیاتو څخه دي استفاده ونه سي.
دوی وايي، تېر مذاکراتو مياشتي وخت ونيوی، خو کومه مثبته نتيجه يې نه ده ورکړې، چي په خبره یې د هغه مذاکراتو پر مهال لا ډېر جګړې شدت پیدا کړی، چي دلته يې خلګ د سولي پر پروسې بې باور کړي دي.
د دغه ځوانانو په خبره، د جګړې ښکېلي خواوي دي تر خپلو ځینو امتيازاتو تېر سي او د سولي خبرو ته دي لومړيتوب ورکړي او پر يو و بل دي د کافر يا ترهګر ټاپې نه لګوي.
دوی وايي، په جګړه کي يوازي عام کسان خوږ او درد ويني، نو ښکېلي خواوي نور له جګړې لاس واخلي او د سولي او اوربند په اړه دي خبري وکړي.
ټاکل سوې ده، چي تر وقفې وروسته به په راتلوونکې اوونۍ کي يو ځل بیا په قطر کي د سولي مذاکرات پیل سي.
خو په کندهار کي خلک غواړي، چي د سولي د خبرو پر مهال اوربند وسي، څو هغه بې ځايه سوي بیرته خپلو مېنو ته ستانه سي، چي د جګړو د شدت له امله امن سيمو ته بې ځایه سوي دي.