رپوټ: مهتمم صالح
کندهار ښار ته زرګونه کورنۍ د جګړو له امله را بې ځایه سوي دي، چي دلته له ډېرو ستونزو سره مخ سوي دي.
په کندهار کي د ميرويس حوزوي روغتون مسئولين وايي، چي روغتون ته په ور وړل سوو موسمي ناروغانو کي له ۱۵- ۲۰ سلنه يې بې ځايه سوي دي.
د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم وایي، چي د دغه بې ځایه سوو ډېر کوچنيان سينه بغل سوي دي.
هغه وایي، که دغه بې ځایه سوي، د سرپناه له پاره يو مناسب ځای پیدا نه کړي اندېښنه سته، چي دلته به یو لوی روغتيايي ناورين را منځته سي.
ډاکټر محمد قاسم وايي، چي بايد دولت او تجاران د دغه بې ځایه سوو سره بېړنۍ مرستي وکړې، تر څو دوی له دغه بحران څخه وژغورل سي.
په کندهار کي اوس هم هره ورځ د جګړو خبرونه خپريږي، چي د جګړو د شدت له امله زرګونو کورنيو خپل کورونه پرېښودو ته اړ سوي دي.
بې ځايه سوي وايي، چي یوازي په جوړه کاليو کي له خپلو سيمو څخه را وتلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون