د کندهار لوی زراعتي کمپلیکس د عینوميني په ښار ګوټي کي جوړېږي چي ۳ کاله به وخت ونیسي.
خو چارواکي وايي، چي لومړی پړاو کار به يې را تلونکی کال بشپړی سي او عملاً به د انارو او انځرو په ګډون د تازه او وچو مېوو د پروسس کار پکښي پیل سي.
ولسمشر غني د دې لويي زراعتي پروژې د بنسټ د ډبري د اېښودلو په مراسمو کي په انلاین ډول ګډون وکړ.
ده د خصوصي سکتور له خوا په دې لویه پروژه کي د پانګوني له کبله مننه وکړه او زیاته يې کړه، چي حکومت په هره برخه کي ورسره مرسته کوي.
د کرهڼي او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وويل، چي د کندهار د لوی زراعتي کپملېکس د جوړېدو کارونه به په ۳ برخو کي بشپړ سي، چي په هر کال کي به يې یوه برخه د پروسس له پاره چمتو سي.
ده وويل چي پر یاده پروژه خصوصي سکتور ۱۰۰ ميلیونه ډالره پانګونه کوي او د افکو کمپنۍ ۱۱ سوه جریبه مځکه په واک کي ور کړې ده.
چارواکي وايې چي یاد زراعتي کمليکس به یخي خوني هم ولري او بين المللي بازار ته به د سيمي محصولات لار پيدا کړي.
د کندهار ځمکه وال وايې چي د یادي بنسټيزي زراعتي پروژې په بشپړیدو سره به يې په زراعتي محصولات په ښه بیه او خپل نوم تر نړیوالو مارکيټونو پوري ورسیږي.
دا مهال په کندهار کي لویه ستونزه د معیاري پروسس او بسته بندی بلل کیږي چي له کبله يې د دې سیمي د زراعتي تولیداتو پر بیه هم منفي اغېز کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون