تېره مياشت تر ۲۳۰۰ ډېر کوچنيان د موسمي ناروغيو له امله میرویس روغتون ته وړل سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ميرويس روغتون د داخله واټ مسئول ډاکټر محمد صديق وايي، چي په تېره قوس میاشت کي دوی ته تر ۲۳۰۰ ډېرکوچنيان د موسمي ناروغیو په خاص ډول سينه بغل څخه ور وړل سوي دي.

هغه وايي، چي په دغه کوچنيانو کي ځيني يې ډېر شديد وه، چي دوی نژدې دوه سوه کوچنيان بستر کړي وه او په هغو کي لسو یې خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.

ډاکټر صديق وايي، خلګ دي په دغه يخ د خپلو کوچنيانو سمه ساتنه وکړي، تر څو هغوی له دغه ناروغيو وژغورل سي.

د هغه په خبره، مېندي دي په کورونو کي د کوچنیانو مخ و لاسونه په تودو اوبو پرېولي او تر څنګ دي يې هغوی دي مازيګر تر لمر لوېدو د سهار تر لمر راختو له خوني نه باسي، څو هغوی له يخه ژغورل سوي وي.

په دې وروستيو کي په کندهار کي د جګړو له امله ډېري کورنۍ بې ځايه سوي دي، چي خلګ وايي، د سرپناه د نه درلودلو له امله د ډېرو بې ځايه سوو کورنيو کوچنيان هم د يخ له امله ناروغان سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...