د کندهار ښار اوسېدونکي د سون توکو له بيو څخه شکايت کوي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، چي په دغه ولايت کي د سون توکو بيي لوړي سوي دي او دوی يې د رانيولو توان نه لري.

دوی وايي، چي د ډېزلو يو لېټر تر ۴۲ افغانیو رسېدلی دئ، هغه کسان چي ټکسياني چلوي، نه سي کولای چي د تيلو پیسې وګټي او خلګ د ګازو رانيولو توان هم نه لري، ځکه چي يو کيلو تر ۴۸ افغانيو لوړ سوی دئ.

خلګ وايي، چي د تيلو کيفيت هم کښته دئ او له امله يې د دوی وسايط هم خراب سوي دي.

دوی غوښتنه کوي، چي مسئولين دي د دغه توکو بيي کنټرول کړي او تر څنګ دي يې کيفيت ته پاملرنه وکړي.
 خو په کندهار کي د تيلو د اتحاديې مشر حاجي مسعود احمد وايي، په لويو لارو کي امنيتي ستونزي او دغه راز د ايران پر بندر د تيلو د کيفيت معلومولو په نوم د تيلو بندول د دې لامل سوي دي، چی د تيلو بيي لوړي سي.

هغه وايي، چي د پيټرولو او ګازو بيي ډېري نه دي لوړي سوي، يوازي د ډېزلو بيي ډېري لوړي سوي دي او دغه راز په ژيړۍ او ميوند ولسواليو کي د لاری بندېدو له امله ډېر موټران ولاړ دي، چي نه سي کولای خطر پر ځان ومني او ښار ته داخل کړل سي.

هغه پر دولت نيوکه وکړه، چي نه سي کولای هيواد ته د داخلېدونکو تيلو کيفيت کنټرول کړي، ځکه دلته د تيلو کيفيت کښته سوی دئ.

هغه وايي، دولت دي پر بندرونو لابراتوارونه جوړ کړي او د ټولو داخليدونکي تيلو کيفيت دي وګوري.

د حاجي مسعود په خبره په ښار کي د ډېرو پمپونو او شرکتونو مسولين د خپل باور ساتلو په موخه باکیفيته سون توکي خرڅوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...