رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي د پوليو واکسين کمپاين پيل سو، خو د عامي روغتيا ریاست مسئولين وايي، چي دا ځل به له دوی څخه په کندهار کي پنځوس سلنه کوچنيان له واکسين څخه بې برخي وي.
د کندهار د عامي روغتيا رئیس محمد طاؤس اشرف نادري وایي، چي د جګړو او نا امنيو څخه يوازي د کندهار ښار او درو ولسواليو پرته په نورو ولسواليو دوی کور په کور واکسين نه سي تطبيق کولای.
هغه وایي، چي په ځینو ولسواليو کي دوی يوازي کولای سي، چي په قسمي شکل د واکسين کمپاين تطبيق کړي، خو په ځينو ولسواليو کي بېخي کمپاين نه سي کولای.
د کندهار والي حاجي روح الله خانزاده بيا د خلګو څخه غوښتنه کوي، چي خپلو ټولو هغه کوچنيانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړي، چي عمرونه يې تر پنځو کالو کم وي.
هغه وایي، دوی د ځيني دولتي ادارو رئیسانو ته دنده سپارلې ده، چي د پوليو واکسين د کمپاين او خلګو تشويقولو په برخه کي د روغتيايي کارکوونکو سره پوره همکاري وکړي.
رواني جګړې او ځيني منفي تبلغات هغه څه دي، چي د روغتيا مسئولين يې د پوليو د واکسين د تطبيق له پاره لوی خنډ ګني.
په کندهار کي تېر ۲۰۲۰ مېلادي کال د پوليو ناروغۍ ۱۴ پيښي ثبت سوي وې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون