په کندهار کي خلګ د مخابراتي شبکو په خاص ډول افغان بيسم د فعاليتونو څخه شکایت کوي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي لويه فيصدي خلګ د افغان بيسم مخابراتي شرکت مشتريان دي، خو ډېر وخت خلګ د دغه شرکت له فعاليت څخه شکايت کوي.

کندهار ښاريان وايي، په دغه ولايت کي د مخابراتي شبکو په خاص ډول افغان بیسم شرکت کيفيت کښته سوی دئ او د پوښښ ساحه يې کمه سوې ده، چي ان په ځینو ناحیو کي هم کار نه کوي او دوی يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، دغه شبکه پر خپل سر د پيسو ګرځولو تر څنګ نوري ډېري ستونزي هم لري او دوی يې دې ته اړ کړي دي، چي د نورو مخابراتي شبکو څخه استفاده وکړي.

خلګ وايي، په ولسواليو کي خو بيخي شبکې فعاليت نه لري، په ښار کي هم په ډېرو برخو د ياد مخابراتي شرکت پوښښ کم سوی دئ.

خو د کندهار د مخابراتو رئیس مامون رشيد رازمل بیا دغه ستونزه د امنيتي تهديدونو له امله ګڼي.

هغه وایي، چي په ولسواليو او نورو سيمو کي امنيتي حالت سم نه دئ او شرکتونه نه سي کولای چي فعاليت ته دوام ورکړي، خو په خبره یې دوی پلان لري، چي د خلګو د شکايتونو پر اساس د دغه شرکتونو سره ستونزي حل کړي.

هغه وايي، دوی غواړي، چي د سروې غوندي د ښار په ټولو ناحيو کي د خلګو شکايتونه راټول کړي او بیا په رسمي ډول د مخابراتي شرکتونو د مسئولينو سره د خلګو ستونزي شريکي کړي.

ځیني سرچينې بیا وايي، چي په ښار کي د بې ځايه سوو د ډېرښت له امله د مخابراتي شرکتونو پر انتنونو لوډ ډېر سوی، چي له امله یې کيفيت کم سوی، ځکه دغه انتنونه د ډېرو استعمالوونکو ظرفيت نه لري.

هڅه مو وکړه، چي په دغه اړه په کندهار کي د افغان بیسم د مسولینو ږغ هم ولرو خو هغوی د مرکې کولو څخه انکار وکړ، دليل یې دا و، چي مرکز د مرکې کولو اجازه نه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...