کندهار کي بېځایه سوي: د سولي مذاکراتي ټېمونه دي په دوهم پړاو خبرو کي تر ټولو مخکي پر اوربند کار وکړي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي لاهم جګړې دوام لري او د ډېرو ولسواليو خلګ بې ځايه سوي دي، د دې سره هم مهاله د سولي ټيمونه نن دوحې ته ولاړل.

اوس دغه بې ځايه سوي وایي، چي په دوهم پړاو مذاکراتو کي دي تر ټولو مخکي پر اوربند خبري وسي.

دوی وايي، چي په ښار کي په سختو حالاتو کي ژوند کوي، غواړي چي سوله او امن راسي، تر څو دوی خپلو کورونو ته ستانه سي.

د بې ځايه سوو په خبره، که څه هم کورونه يې ډېر د جګړو له امله وران سوي دي، خو دوی غواړي، چي هلته ژوند وکړي، تر څو اولادونه يې په ارامۍ ژوند وکړي.

دوی زیاتوي، چي خلګ له جګړې ډېر ستړي سوي دي او نور د جګړو د دوام توان نه لري.

بې ځايه سوي وايي، چي دوی تر هر ډول مرستو تېر دي، يوازي سوله غواړي او بايد نور ښکېلي خواوي تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او د خلګو د غوښتنو سره سم سوله وکړي.

دغه بې ځايه سوي زیاتوي، چي د جګړې قربانيان يوازي عام کسان او دوی نو دوی غواړي، چي نور عام خلک قرباني نه سي، او په دوهم پړاو مزاکرات ښه نتيجه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...