رپوټ: مهتمم صالح
پرون کندهار ته د طبعي پېښو سره د مبارزې وزير کندهار ته راغلی وو، چي دلته یې د مرستو لومړۍ جوفه راوړل، څو د هغه بې ځایه سوو سره مرستي وکړي، چي کندهار ښار ته له نا امنه سیمو څخه راغلي دي.
د هغه سره په يوه غونډه کي د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال وويل، چي بې ځایه سوو ته دي دغه مرستي په شفاف ډول ورسېږي.
هغه د ولسمشر او لومړي مرستيال امرالله صالح څخه مننه وکړه، چي د دوی غوښتني يې ومنلې او په عاجله توګه يې کندهار ته دغه مرستي ورسولي.
د ولايتي شورا رئیس چي تر سترګو يې اوښکې بهيدلي و ویل، چي ډېر دولتي کسان په مرستو کي مداخلې کوي او د دغه غريبو هيوادوالو سره په مرستو کي خپلي ونډي اخلي.
هغه وايي، دولتي کسان دي د غريبو بې ځایه سوو سره په مرستو کي مداخلې نه کوي او اجازه دي ورکړي، چي دغه مرستي په سمه توګه و وېشل سي.
بلخوا د کندهار ځیني ځوان فعالان بیا د ښار په کورونو ګرځي او د بې ځایه سوو کورنيو له پاره لباسونه راټولوي.
دوی وايي، بې ځایه سوي کسان اکثره یې په يوه جوړه کاليو کي امن لرونکو سيمو ته راغلي دي، چي دوی غواړي تر درې زره پوري لباسونه راټول او دغه کسانو ته یې و وېشي.
کندهار د هغو ولايتونو له جملې څخه دئ، چي زرګونه کورنۍ بې ځايه سوي لري او د ښار تر څنګ په امن لرونکو ولسواليو کي هم اوسېږي.
دلته بې ځایه سوي د سرپنا، اقتصادي بحران او يو عالم نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د جګړو له امله لاهم ډېري کرونۍ بې ځایه کېدو ته اړ کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون